دلوبغاړو په اړه

کین ویلیمسن او ډیويډ ورنر هم روژه نیولي وه.

د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې دوو مشهورو پیاوړو لوبغاړو ډیویډ ورنر او همداشان کین ویلیمسن تیره ورځ روژه نیولي وه.

د یادو دوو لوبغاړو د روژې نیولو خبر پخپله راشدخان په انسټګرام پاڼه باندې ورکړی دی.

نوموړي د لنډ ویډیویي کلیپ سره لیکلي:”نن دوو افسانوي لوبغاړو له مونږ سره روژه نیولي وه.”

په همدې لنډ ویډیويي کلیپ کې راشدخان له دواړو لوبغاړو پوښتي چې د روژې نیولو سره څه احساس کوي،ډیویډ ورنر یې په ځواب کې وایي چې ډیر وږی او تږی یم،خو کین ویلیمسن وایي چې ډیر احساس کوم.

راشدخان لومړی له ډیويډ پوښتي: ډیویډ ورنر نن ورځ له روژې سره څنګه یې؟

ډیویډ ورنر یې په ځواب کې وایي: ښه یم.خو ډیر وږی او تږی شوی یم.

کین ویلیمسن یې هم د یادې پوښتنې په ځواب کې وایي،روژه یې ډیره ښه وه.

سنرایزرس حیدراباد هغه لوبډله ده چې درې افغان لوبغاړي پکې لوبیږي.

خو یادې لوبډلې سږ کال روان لیګ کې تراوسه بحت ندی را بیدار شوی او پرلپسې درې لوبې یې بایلودې.

زیاتره کرکټ مهارین د یادې لوبډلې د ماتو لامل په منځنی برخه کې د پیاوړو لوبغاړو نه شتون دی.

کین ویلیمسن چې پخپله د منځنی برخې یو پیاوړی توپ وهونکی شمیرل کیږي،تراوسه د ټپونو له کبله په ترسره کړل شوو لومړیو دریو لوبو کې ندی لوبیدلی.داسې احتمال دی چې نوموړی به راتلوونکو لوبو کې ولوبول شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې