دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ډیویلیرز: دا به ډیره په زړه پورې وي چې سویلي افریقا لپاره بیا لوبې وکړم.

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخواني غښتلي بېټسمسن اې بي ډیویلیرز په وروستیو څرګندونو کې ویلي،دا به د هغه لپاره ډیره په زړه پورې وي چې د نړیوال جام وړاندې بیرته سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره نړیوالې لوبې وکړي.

ډیویلیرز دغه څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلې ته یې د سیالۍ ګټوونکي لوبه ترسره کړه.

هغه وویل:” که چیرې مو بیا په لوبډله کې ځای خپل کړ.دا به زما لپاره ډیره په زړه پوې خبره وي.”

نوموړي همداشان دا هم وویل،که ویې نشول کولای چې لوبډلې ته بیرته راتګ وکړي،دا به د هم د هغه لپاره کومه بده خبره نه وي.

۳۷ کلن ډیویلیرز وویل،د ای پي ایل وروسته به د سویلي افریقا لوبډلې روزونکي مارک بوچر سره به خبرې وکړي.

“زه په بشپړه توګه لوبډلې ته د راتګ دلچسپي لرم.دا هر څه زما په کارکردګیو او فېټنیس پورې تړاو لري.مونږ باید یوه پیاوړي پنځلس کسیزه لوبډله ولرو.مونږ به ددې لپاره پلان باندې کار وکړو او له ای پي ایل وروسته به له مارک بوچر سره هم خبرې پرې وکړم.”

د اې بي ډیویلیرز دا تازه څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي،چې د تیرې جمعې په ورځ د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي ارک بوچر وویل،چې ای پي ایل سیالیو وروسته به له ډیویلیرز سره بیرته ملي لوبډلې ته د راتګ په اړه خبرې وکړي.

نوموړي همداشان ویلي وو،که چیرې اې بي ډیویلیرز غواړي چې بیرته ملي لوبډلې ته راشي،اوس هم دروازې د هغه په وړاندې خلاصې دي.

ډیویلیرز په ۲۰۱۸ کال مۍ میاشت کې له نړیوال کرکټ څخه تقاعدی اعلان کړه،چې ورسره د هغه زیات مینه وال هم خواشیني شول.

نوموړي د افریقا لپاره ۱۱۴ ټیسټ،۲۲۸ یو ورځنۍ او ۷۸ شل اوریزې لوبې ترسره کړي وې.

ټاکل شوي نړیوال شل اوریز جام به د روان کال په وروستیو (اکتوبر-نومبر) میاشت کې د هند په کوربتوب په اتو لوبغالو کې ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې