لیګونه

چینای سوپر کېنګز په دوهمې بریا سره د جدول دوهم مقام ترلاسه کړ

د هندوستان تجارتې کریکټ لیګ په دوام تېر ماښام د دغه لیګ ۱۲ مه سیالۍ د دوو مخکښو لوبډلو چینای سوپر کېنګز او راجستان راېلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې چینای سوپر کېنګز پرله پسې دوهمه بریا هم ثبت کړه او د جدول په دوېم مقام کې شوه.

دا چې دواړو لوبډلو خپلې وروستۍ سیالۍ په بریا سره پاېته رسولې وې، نو ننۍ لوبه کې چینای لوبډلې د راجستان راېلز لوبډلې دا ریکارډ خراب کړ او راجستان راېلز لوبډله یې له ګټې بیغمه کړه.

د لوبې په پیل کې پچه راجستان راېلز وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. چینای سوپر کېنګز لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر مټ په ټاکل شوو ۲۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې وکړې. چې له منځه یې فاف ډوپلیسیس ۳۳، معین علي ۲۶ او امبتي رایډیو ۲۷ تر نورو سترې منډې وکړې.

د راجستان راېلز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې چیتان ساکاریه ۳، کرېس مارېس ۲، مستفیظ الرحمن او راهول تیوټیا هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې راجستان راېلز لوبډله پاتې راغله او یاد هدف یې بشپړ نه شو کړای. راجستان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې وکړې او سیالۍ یې د ۴۵ منډو په توپېر وبایلله.

د راجستان راېلز لپاره توپ وهنه کې جوس بټلر ۴۹ سترې او جایدیو انادکات ۲۴ منډې وکړې. د چینای لوبډلې له لوري توپ اچونه کې معین علي ۳، سام کرن او روېندرا جدېجا ۲-۲ همدغه راز ترڅنګ یې ډوین براوو او شاردال ټهاکر هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې