نړیوال کریکټ

نیپال په خپل کوربتوب پرله پسې ډول باندې دوهمه بریا هم ثبت کړه

د نیپال په کوربتوب درې اړخېزه شل اورېز سیرېز پیل شوی دی چې پکې نېدرلنډ، مالېزیا او خپله نیپال کریکټ ټیم شامل دی. د دغه سیرېز درېمه لوبه هم ترسره شوه چې په پایله کې نیپال کریکټ ټیم مالېزیا کریکټ ټیم له ماتې سره مخامخ کړ.

د لوبې په پیل کې پچه کوربه نیپال وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. مالېزیا کریکټ ټیم په ۶۱.۵ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۹ منډې جوړې کړې او نیپال کریکټ ټیم ته یې د ۱۱۰ منډو هدف وټاکلو.

د مالېزیا کریکټ ټیم لپاره توپ وهنه کې سید عزیز ۲۷ سترې منډې وکړې. د نیپال لپاره توپ اچونه کې کرن کی سي ۳، سندېپ لامیچېن ۲، سمپل کوما، ډيپنډرا سېنګ ایرا، خوشال میلا او شهاب عالم هر یوه ۱-۱ ویکېټه واخیسته.

د ۱۱۰ منډو هدف په تعقیب کې نیپال کریکټ ټیم خورا ښه پیل واخېست او یاد هدف یې په ۱۲.۱ اورنو کې د یو لوبغاړي په زیان سره ترلاسه کړ. د نیپال کریکټ ټیم لپاره توپ وهنه کې کوشل بهورټیل زیاتې ۶۱ منډې وکړې.

د مالېزیا کریکټ ټیم له لوري بیا توپ اچونه کې یوازې وېرنديپ سېنګ یو لوبغاړی وسوځاوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې