دلوبغاړو په اړه

مورالي درن په بیړنۍ توګه روغتون ته وړل شوی.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی افسانوي لوبغاړی او اوسنی د سنرایرزس حیدراباد لوبډلې د سپین بالینګ د برخې روزونکی مورالي درن په بیړنۍ توګه روغتون ته وړل شوی دی.

ویل کیږي چې په نوموړي د زړه حمله راغلې او له همدې کبله په بیړني ډول د چنای نږدې روغتون ته رسول شوی دی.

د معلوماتو له مخې چې دغه افسانوي لوبغاړي د کمرې په مخ د خپل بالینګ اکشن ښوده،چې پرې ناڅاپي توګه د زړه حمله راغلي ده.

د ډاکټرانو په وینا نوموړي ته یې انګیوپلاسټي هم کړي ده.اوسمهال مهال یې وضعیت نورمل دی او ژر به د لوبډلې سره یو ځای شي.

د لوبډلې سره بیرته د یو ځای کیدو لپاره نوموړی اړ دی چې اوه ورځې قرنطین کې پاتي شي.

مورالي درن د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې یو پخوانی او جادوګري ورو توپ اچونکی وو.

نوموړی په نړیوال کرکټ کې یوازینی ورو توپ اچونکی دی،چې تر ټولو ډیرې ویکټې یې اخیستي دي.

نوموړي په ټیسټ کرکټ کې ۸۰۰ او په یو ورځنیو لوبو کې ۵۳۴ ویکټې اخیستي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې