دلوبغاړو په اړهلیګونه

عاقب جاوید: پاکستان کرکټ بورډ د «ای پي ایل» مقابله نشي کولای.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي «عاقب جاوید» ویلي دي چې د ملي مسولیتونو سربېره د پیسو لاسته راوړلو له امله د هندوستان پریمر لیګ څخه د لوبغاړو مخه نیول ستونزمن دي.

عاقب جاوېد وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې چې د سویلي افریقا پنځه مهم لوبغاړي د پاکستان پر وړاندې د دوهمې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کولو وروسته په «ای پي ایل» لیګ کې د ګډون په موخه هندوستان ته لاړل.

عاقب جاوېد زیاته کړه چې د «ای پي ایل» سره د هندوستان کنټرول اداره «بي سي سي ای» هم خورا پیاوړی ده، نوموړی زیاتوي که د کرکټ نور بورډونه د خپلو لوبغاړو «ای پي ایل» ته د تګ مخه ونیسي نو لوبغاړي به یې ډېرې پیسې د لاسه ورکړي، چې دا خورا سخت کار دی.

عاقب جاوېد وویل: لوبغاړي د یوې نیمې میاشتې لپاره په «ای پي ایل» کې د لوبو څخه شاوخوا «۱.۵» ملیونه ډالر لاسته راوړي، چې دا د ملي لوبډلې سره د لوبیدو څخه دوه چنده عاید دی، هغه وویل چې د سویلي افریقا کرکټ بورډ لا دمخه د داخلي اداري مسلو او مالي ستونرو سره مبارزه کوي.

هند غوره لیګ له ۲۰۰۸م کال راهیسې ترسره کیږي چې د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو دپاره د پیسو مېله ګرځېدلي ده، د «ای پي ایل» په دوران کې نه یوازې شخصي سیریزونه نه ترسره کیږي، بلکې تېر کال ورته شل اوریزه نړیوال جام او اسیاجام هم لغوه اعلان شول.

که څه هم د یادو جامونه علت کرونا ویروس په ګوته شو، خو ځینو کرکټ پوهانو او مبصرینو یې لامل «ای پي ایل» په ګوته کړ، د دوی په وینا کله چې «ای پي ایل» لیګ ترسره کیږي نو نړیوال جام هم ترسره کېدلی شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې