دلوبغاړو په اړه

سریلانکايي لوبغاړو هوټل کې شخړه کړې.

سریلانکايي رسنیو خبر ورکړئ چې ځینو د ملي ټیم سریلانکایي لوبغاړو په هوټل کې شخړه کړي ده.

تراوسه ښکاره نده چې یادو لوبغاړو پخپلو منځونو کې شخړه ترسره کړي ده او که د هوټل له کارکوونکو سره یې کړي ده.

سریلانکا کرکټ بورډ ویلي،تراوسه دوی لدې موضوع خبر ندي،خو دوی به پدې اړه پلټنې وکړي.

د سریلانکا کرکټ بورډ په وینا که چیرې یې د لوبغاړو شخړه حقیقت ولري،نو دوی به ملامتو لوبغاړو ته قانون مطابق سخته سزا ورکړي.

ټاکل شوي چې سریلانکا کرکټ ملي لوبډله به په نږدې راتلوونکي کې له بنګله دېش سره دوه ټیسټ لوبې هم ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې