دلوبغاړو په اړهلیګونه

رشاب پنټ:له کپتانۍ ځانګړی خوند اخلم.

د ډهلي کپټلز لوبډلې نوي ټاکل شوي کپتان رشاب پنټ د پنحاب کینکز لوبډلې خلاف د بریا خپلولو وروسته له سټار سپورټس سره په خبرو کې وویل،چې نوموړی له کپتانۍ ځانکړی خوند اخلي.

د هغه په وینا د کپتانۍ خوند یې له مخکې پیل شوی،خو کله چې لوبډله دده په کپتانۍ کې بریاوې خپلوي،سخت خوند ترې اخلي.

رشاب پنټ وروسته له هغې د ډهل کپټلز لوبډلې نوی کپتان وټاکل شو،چې د یادې لوبډلې پخوانی کپتان شریاس آیئر د اوږې د ټپ له کبله د ای پي ایل سیالیو بهر شو.

د رشاب پنټ په کپتانۍ کې ډهلي لوبډلې پنجاب کینکز لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتي ورکړه او د لیګ دوهمه بریا یې خپله کړه.

پنجاب کینکز لوبډلې لخوا ۱۹۶ منډو هدف ورکړل شوی وو،خو یاد هدف ډهلي لوبډلې د شیکر داون د ۹۲ منډو په مټ په اسانۍ سره،پداسې مهال چې لس توپونه یې ورته سرته هم کيښودل ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

ډهل کپټلز لوبډله به راتلوونکي بله لوبه د سې شنبې په ورځ د اتلې ممبۍ انډیانز لوبډلې په وړاندې ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې