نړیوال کریکټ

د پاکستان لوبډلې روزونکی لوبډله نیمایي کې پریږدي او اسټرالیا ته ځي.

ټاکل شوي چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې د برخې روزونکی وقار یونس نن ورځ د زمبابوې هیواد څخه د اسټرالیا هیواد په لوري روان شي.

ویل کيږي چې نوموړی ځکه لوبډله نیمايي کې پریږدي او اسټرالیا ته ځي،چې هلته یې میرمنه عملیات لري او له همدې کبله نوموړی اړ شوی چې هلته ځان ور ورسوي.

که څه هم میرمن يې اوس عملیات نه لري او د نوموړې عملیات به د رمضان وروسته ترسره شي،خو نوموړی ځکه وختي اسټرالیا ته ځي،چې نوموړی به هلته ۱۴ ورځې قرنطین موده هم تیروي.

پاکستان کرکټ بورډ هم تایید کړې چې د لوبډلې د بالینګ یا توپ اچونې روزونکی وقار یونس به د میرمنې د عملیات کیدو او د هغې سره د یو ځای کیدو لپاره اسټرالیا هیواد ته لاړ شي.

پاکستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال په زمبابوې هیواد کې ده او ټاکل شوي چې دواړو لوبډلو ترمنځ به یو شمیر د کرکټ سيالۍ ترسره شي.
پاکستان کرکټ لوبډلې پدې وروستیو کې سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو سیریز کې سختې ماتي ورکړې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې