دلوبغاړو په اړه

د سريلانکا پخوانی کرکټر له ۸ کالونو بندیز سره مخ شو.

د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر دلهارا لوکیجي د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد قانون له مخې په اته کاله کرکټ بندیز محکوم شو.

کرکټ نړیوالې شورا عمومي منیجر الیکس مارشل ویل،چې دلهار په ډیرو درغلیو کې لاس درلوده او له همدې کبله کرکټ نړیوالې شورا نوموړی د هر قسم له کرکټ بندیز سره مخ کړ.

دلهارا باندې تور لګول شوی وو چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه یې د لوبو او ټورنمینټونو پر مهال په سياليو کې فساد یا درغلیو ته لارې هوارې کړي دي.

نوموړی همداشان د اماراتو کرکټ بورډ لخوا هم په ټي ټين لیګ سيالیو کې په درغلیو پلان کولو تورن کړی وو.

دلهارا باندې په لومړي ځل په ۲۰۱۹ کال اپریل میاشت کې د درغلیو تورونو پورې شول او له هغې راهیسې په نوموړي د کرکټ بندیز ولګیده،په نوي لګول شوي اته کلن بندیز کې به هغه موده هم شامله وي چې په نوموړي د درغلیو تور پوری شوی دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې