دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد رضوان: زه د ورځې «۱۱۴» ډالر معاش اخلم غواړم هغه ځانته حلال کړم.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه پښتون ویکټ ساتونکی لوبغاړی «محمد رضوان» وایي چې تل زما په ذهن کې یوه خبره وي چې زه د پاکستان کرکټ بورډ څخه هره ورځ پیسی اخلم او زه باید هغه معاش قانوني یا حلالې کړم.

محمد رضوان په ​​یوه بیان کې وویل: که چېرې زه چانس ترلاسه کړم یا نه، دا د الله ج په لاس کې دي، خو زه باید هره ورځ سل ډالره معاش د ځان لپاره حلال کړم.

نوموړي زیاته کړه کله چې میدان ته ځم نو کوشش کوم چې په سلو کې یو سل او لاس فیصده کارکرداګي وکړم، زه په خپله وړتیا او فیټنیس زیار باسم.

هغه زیاته کړه: اسلام وايي خپلې پیسې حلال کړئ او ډېر کار وکړئ، نو زه به کله هم مفتې پیسې ترلاسه نکړم.

باید ووایو چې محمد رضوان په دې وروستیو کې د پاکستان لپاره درې واړه فارمټو کې بیساری فرفامنس وړاندې کړ، نومودی د سویلي خلاف شل اوریزه سیالیو کې په داسې حال کې ولوبیده چې روژه یې هم نیولي وه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې