مقالېنړیوال کریکټ

له اکاش چوپړا د مینه وال پوښتنه او د اکاش چوپړا عجیبه ځواب!

د کریکټ لوبې مشهوره تبصره کوونکی او نظر ورکوونکی اکاش چوپړا چې د نړۍ په بیلابېلو هېوادونو کې په زیاته کچه مینه وال لري او په ټولنېزو رسنیو کې یو خورا فعال نظر ورکوونکی دی. تازه یو مینه وال په ټوېټر باندې له اکاش چوپړا یوه پوښتنه کړې ده چې اکاش چوپړا ورته یو مسخره کوونکی ځواب ورکړی دی.

له آکاش چوپړا څه ډول پوښتنه وشوه او څه ډول ځواب ورکړل شو؟

دا چې آکاش چوپړا د ۲۰۲۱ م کال آی پي ایل سیالیو د هندي کمنټرۍ پینل غړی دی. نو په ټوېټر کې یو مینه وال له آکاش چوپړا څخه د هغه د معاش په اړه پوښتنه کړې ده او ورته یې لیکلې دي: ((ښاغلیه! تاسو په یوه لوبه کې د تبصرې لپاره څومره پیسې اخلئ؟)) چې د مینه وال دغې پوښتنې ته آکاش چوپړا یو حیرانوونکی ځواب ورکړی دی.

آکاش چوپړا یاد کس ته په رېفلا یا بېرته ځواب کې لیکلې دي: ((چې له انجلۍ څخه د عمر او له سړي څخه د معاش پوښتنه مه کوئ.)) چې د هندي کمېنټر دا ځواب اوس په ټولنېزو رسنیو کې د ډېری خلکو د پام وړ ګرځېدلی دی.

د آکاش چوپړا په اړه اضافي معلومات:

آکاش چوپړا له هندوستان څخه دی، نوموړی د هندوستان کریکټ ټیم یو پخوانی لوبغاړی هم پاتې شوی دی. هغه د هندوستان لپاره ۱۰ ټېسټ سیالۍ وکړې مګر په کورني کریکټ کې د اکاش چوپړا کارګردګۍ ته په کتو داسې ښکارېده چې نوموړی د نړیوال کریکټ لپاره یو ښه او غوره لوبغاړی نه دی.

مګر له هغې وروسته نوموړي پر کریکټ لوبې تبصره پیل کړه، چې د اکاش چوپړا دې کار نوموړي ته شهرت ورکړ او د ډېری وګړو پام یې ځانته را جلب کړ. نوموړی په هندوستان کې د کریکټ پر روانو حالاتو باندې تبصرې کوي چې هر څوک د هغه د غږ او تبصرې مینه وال دي.

نوموړی په داسې شکل باندې تبصره کوي، چې مینه وال له ځان سره وساتي او ستړې ورسره نه شي. اکاش چوپړا وخت نا وخت په خپل انسټاګرام اکاونټ باندې هم خندونکي (مزاحیه) ویډیوګاني خپروي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې