نړیوال کریکټ

زمبابوې هم د پاکستان خلاف ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه

ټاکل شوې ده چې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۱ مه نېټه به د زمبابوې او پاکستان کریکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اورېزو سیالیو لوب لړۍ پیل شي. چې دغو سیالیو ته زمبابوې کریکټ بورډ هم خپل ۱۵ کسیزه سکواډ یا نوملړ اعلان کړ.

تمه ده چې د زمبابوې او پاکستان کریکټ لوبډلو ترمنځ به د درې شل اورېزو سیالیو لومړۍ لوبه د اپرېل په ۲۱ مه، دوېمه شل اورېزه لوبه به د اپرېل په ۲۳ مه نېټه او وروستۍ شل اورېزه سیالۍ به بیا د اپرېل په ۲۵ مه نېټه باندې ترسره شي.

یاده دې وې چې پاکستانۍ لوبډلې له جنوبې افریقا کریکټ ټیم سره د یو ورځینو او شل اورېزو سیالیو لړۍ ترسره کړه، چې دواړو فارمیټونو سیرېزونه پاکستان په خپلې بریا سره پاېته ورساوه او جنوبې افریقا کریکټ ټیم یې په خپل کور کې په ګونډو کړ.

د زمبابوې له لوري په اعلان شوې نوملړ کې لېدل کېږي چې ډیری لوبغاړي بیرته سیالیو ته راستنه شوې دي چې د هغو لوبغاړو له جملې څخه د زمبابوې کریکټ ټیم دوه پیاوړي توپ وهوونکي دي چې د افغانستان پر وړاندې یې د ځینو ستونزو له امله له زمبابوې کریکټ ټیم سره ونه لوبېدل.

باید یاده شي، چې سکند رضا به په دغه سیرېز کې د ټپ له امله د زمبابوې کریکټ ټیم برخه نه وي. د پاکستان پر وړاند د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

ویلیم سین (کیپتان) ، برل رایان ، چکابا ریګیس ، چیوانگا تناکا ، ارین وینګ ، جانګ ویو لوک ، کامونوهوکموی تیناشي ، مادویری ویسلي ، مرووماني تادیانوشي ، مساکادزا ویلینګټن ، مفودزا ټاپیوا ، مزارااني بیسینګ ، ټیریلینډروان.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې