نړیوال کریکټ

د نیپال په کوربتوب درې اړخیز سیریز پیل شوی دی.

د نيپال په کوربتوب درې اړخیز شل اوریزه سیریز پیل شوی دی چې پکې مالېزیا، نیدرلینډ او کوربه نیپال هېوادونه ګډون لري.

د دغه لړۍ لومړۍ لوبه د نیپال او نیدرلینډ ترمنځ ترسره شوه چې پکې نيپال په ۹ ویکټو بریا خپله کړه.

نیدرلینډ په لومړي وار توپ وهنې سره ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۳۶ منډې وکړې، نیدرلینډ ته “باس دی لیډي” زیاتې ۴۱ منډې وکړې او نیپال ته سندیپ لمیچن ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

نیپال ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۵ اورونو کې د یو لوبغاړي سوځېدو په سر ترلاسه کړ چې په ۹ ویکټو یې بریا ترلاسه کړه.

کوشل بهورټیل زیاتې ۶۲ منډې وکړې، نیدرلینډ ته جولیان یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي ده چې په دغه درې اړخیز سیریز کې به نن د اپریل ۱۸ مه نېټه مالېزیا د نیدرلینډ خلاف ولوبیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې