دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډیویلیرز: هڅه کوو چې بنګلور لوبډلې ته اتلوالي وګټو.

د رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلې ملا تیر او پیاوړي سویلي افریقايي لوبغاړي اې بي ډیولیرز ویلي،هڅه کوي چې دا ځلې خپلې لوبډلې ته د ای پي ایل سیالیو لومړي ځل اتلوالي ور په برخه کړي.

ډیویلیرز وویل:”تاسو ددې لپاره یاست چې ای پي ایل اتلوالي وګټئ.زه به خپله ډیر خوښ شم چې اتلوالي وګټم.ښکاره هم نده چې مونږ به کوم قسم عکس العمل وښیو چې کله اتلوالي وګټو.اوس له وخت وړاندې ده،چې اتلوالۍ ګټلو ذمه واره ووایو.خو لدې مخکې مونږ باید په هغو څیزونو کار وکړو چې د اتلوالۍ ګټلو کې مهم رول ادا کوي.”

ډیویلیرز همداشان وویل،سږ کال ای پي ایل له نورو توپیر پدې لري،چې زیاتره لوبډلې پخپل کوربتوب ډیرې سیالۍ نه لري.له همدې کبله اړ یاست چې د نوي لوبغالي کنډیشن سره ځانونه بلد کړئ.

ډیویلیرز کرکټ ته د راستانیدو په اړه څه ندي ویلې.لدې وړاندې سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي مارک بوچر ویلي وو،چې اې بي ډیویلیرز ته اوس هم په ملي لوبډله کې د راتګ دروازې خلاصې دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې