دلوبغاړو په اړهلیګونه

د هند پخوانی کریکټر وایي چې راشدخان د «ای پي ایل» په تاریخ کې ارزښتاناک لوبغاړی دی

د هندوستان کرکټ لوبډلې پخوانی کریکټر «کرشنماچاري سریکانت» وایي چې د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې ورو توپ اچونکی «راشد خان» د هندوستان غوره لیګ «ای پي ایل» په تاریخ کې تر ټولو ارزښتناک کرکټر دی.

د افغانستان ورو توپ اچونکي راشدخان ممکن د ممبۍ انډینز په وړاندې روانه لوبه کې بې ارزښته پاتې شوی وي، ځکه چې هغه کومه ویکټ ترلاسه نه کړه، خو د هغه ټیټ سپیل توپ اچوونه دا دې لامل شوه چې د ممبۍ انډینز په څېر قوي بیټینګ لاین لوبډله یوازې په «۱۵۰» منډو ایساره کړي.

که څه هم ممبۍ انډینز ښه پیل وکړ چې دواړه اوپنرانو روهیت شرما ۳۲ او کوینټین ډیکاک ۴۰ منډې وکړې، خو بیا هم حیدراباد لوبډلې د راشدخان او مجیب الرحمان په ښې توپ اچونې سره یاده لوبډله لوړ هدف ته پرېنښوده او په ۱۵۰ منډې یې راګېره کړه.

د هند پخواني کریکټر «کرشنماچاري سریکانت» په خپل ټویټر ولیکل” راشدخانه تاسو د «ای پي ایل» په تاریخ کې تر دې دمه ارزښتمند لوبغاړی یاست، بیساري ښکلي توپ اچونه چې ممبۍ انډینز لوبډله مو په ۱۵۰ منډو ایساره کړه.

باید ووایو چې حیدراباد لوبډلې په دغه سیالۍ کې ټاکل شوی هدف ترلاسه نکړ د ۱۵۰ منډو په تعقیب یې ۱۳۷ منډې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر جوړې کړې او لوبه یې د ۱۳ منډو په توپیر بایلوده.

راشدخان په لومړي ځل ۲۰۱۷م کال کې هند غوره لیګ «ای پي ایل» سیالیو ته د سن رایزرز حیدر اباد لوبډلې لخوا واخیستل شو، نوموړي په لومړي فصل ۲۰۱۷ م کال ۱۴ سیالیو کې ۱۷ ویکټې، په ۲۰۱۸م کال ۱۷ سیالیو کې ۲۱ ویکټې، په ۲۰۱۹م کال ۱۵ سیالیو کې ۱۷ ویکټې او په ۲۰۲۰م کال ۱۶ سیالیو کې ۲۰ ویکټې ترلاسه کړې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې