افغانستان کریکټلیګونه

راشدخان: موږ قوي لوبډله لرو په لیک کې هرې لوبډلې ته د ماتې ورکولو ودتیا لرو.

د ۲۰۲۱م کال هند غوره لیګ سیالیو کې «سن رایزرز حیدراباد» خپله لومړۍ لوبه له لاسه ورکړه، خو ستوری ورو توپ اچونکی «راشد خان» فکر کوي چې سن رایزرز حیدراباد پیاوړې لوبډله لري او د دې وړتیا لري چې په راتلونکي سیالیو کې هرې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

حیدراباد لوبډلې د ۲۰۲۱م کال سیالیو پیل په مایوسۍ سره وکړ، ځکه دوی لومړۍ لوبه د ډیویډ وارنر په لوبډلمشرۍ کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته په ۱۰ منډو وبایلله.

حیدراباد د کلکتې ۱۸۸ منډو په ځواب کې ۱۷۷ منډې وکړ‌ې چې جوني بریسټو او مانیش پنډې پکې نیمه سلیزې هم ترلاسه کړې.

راشدخان وویل که څه هم چې موږ لوبه وبایلله، خو په حقیقت کې موږ ډېره ښه لوبه وکړه، موږ ښه توپ اچونه او ښه توپ وهنه وکړه خو دا په پای کې یوازې د لسو منډو خبره وه، موږ خپل سل سلنه کوشش وکړ خو دا مو د لیګ لومړۍ لوبه وه.

راشدخان زیاته کړه: موږ ښه لوبه درلوده، توپ اچونه او توپ وهنه دواړه ښه وو، موږ به دا دې لوبې څخه مثبتې لاسته راوړنې ولرو او د بنګلور پر وړاندې راتلونکي لوبې ته به ښه تیاری وکړو.

د افغانستان ورو توپ اچونکی ډاډمن دی چې حیدر اباد یوه پیاوړي لوبډله لري او له خپلو لوبغاړو یې وغوښتل چې په میدان کې خپل ځانونه او استعداد څرګند کړي.

راشدخان زیاته کړه چې موږ په دغه لیګ کې د هرې لوبډلې ماتولو وړتیا لرو، موږ پیاوړي لوبغاړي لرو، زموږ لوبډله د توپ وهنې او توپ اچونې له اړخه پوره غني ده، موږ، یوازې دې ته اړتیا لرو چې میدان ته لاړ شو او هغلته خپلې وړتیاوې څرګندې کړو.

باید یاده کړو چې راشدخان او محمدنبي دواړه په لومړۍ سیالۍ کې د لوبډلې برخه وه چې دواړو یې دوه، دوه لوبغاړي وسوځول، ټاکل شوې ده چې سن رایزرز حیدر اباد لوبډله به راتلونکي لوبه د چهارشنبې په ورځ د رایل چیلینجرز بنګلور خلاف ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې