دلوبغاړو په اړهلیګونه

راشدخان: په بیټینګ کې د لوبډلې لپاره ډیر څه کولای شم.

د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې مخکښ افغان الراونډر راشدخان په تازه څرګندونو کې ویلي،چې ای پي ایل سیالیو کې د خپلې لوبډلې په ګټه د توپ اچونې یا بالینګ ترڅنګ په توپ وهنه کې ښه مهارت لري.

دده په وینا کولای شي چې د اړتیا په وخت کې د خپلې لوبډلې لپاره په مهم وخت کې ښه توپ وهنه ترسره کړي.

“زه همیشه پخپل ځان باوري وم چې چې د خپلې لوبډلې په ګټه په توپ وهنه کې ډیر څه کولای شم.کله چې د ټیم په ښکتنۍ برخه کې لوبیږې.باید تر ۱۲۰- ۱۳۰ سفیډ لرونکو بالرانو یا توپ اچوونکو سره بلدتیا ولرې.ان تردې چې زه د ۱۴۰ سفیډ او با لا هغه پورته بالونو په وړاندې هم مخ شوی یم.زه باید هغه څوک واوسم چې د ټیم لپاره په بیټینګ برخه کې په درد وخورم.د تیرو دوو کالونو راهیسې ما په توپ وهنې یا بیټینګ برخه کې ډیر ښه ټېلینټ یا استعداد ترلاسه کړی دی.”

راشدخان د هغې لوبې په اړه چې تیر کال یې په لسو توپونو ۳۴ منډې جوړې کړي وې.وویل:” کله چې مونږ د کې کې ار خلاف لوبه درلوده او ما پکې په ۱۰ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې.نو یاد اننګز ماته یو ستر ډاډ راکړ چې د لوبډلې لپاره توپ وهنې برخه کې ډیر څه کولای شې.کله چې د ټیم په وروستۍ برخه کې تر ۲۰- ۲۵ منډې وکړم.دا د لوبډلې لپاره ډیرې ګټورې ثابتیږي.”

ټاکل شوي چې د راشدخان په شتون کې به حیدراباد لوبډله نن ماښام خپله لومړی لوبه د کلکتې خلاف ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې