بهرني لوبغاړيلیګونه

د «ای پي ایل» نوي قوانینو خلاف لومړی سرغړونه ډوني وکړه او «۱۲»لکه هندۍ کلدارې جریمه شو.



د چینای سوپر کینګز لوبډلې کپتان ام اس ډوهني له غټ تاوان سره مخ شو، د هغه لپاره لومړۍ لوبه هیڅ خوندوره نه وه، ځکه خپله په صفر اوټ شو، لوبه یې وبایلله او جریمه هم شو، هغه څه چې ډهوني یې په لومړي وار له فشار سره مخ کړ.

ډوهني د ای پي ایل قانون خلاف سرغړونه کړې او ډیر سخت جریمه شوی دی، د نیوز اتلس ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې دولس لکه هندي کالدارې جریمه شوی دی، او که دغه لوبډله دوهم ځل داسې کړنه تکرار کړي نو دوه برابره به جریمه شي.

دغه ویب سایټ لیکلي چې ډوهني په خپله لومړۍ لوبه کې دډهلي کپټلز خلاف سست او سلو اورنه ترسره کړي دي چې له امله یې لوبه پر خپل وخت نه ده ختمه شوې اوس د قانوني دلایلو له مخې ډهوني ۱۲ لکه هندي کالدارې جریمه شو دی.

ددې ویب سایټ په وینا چې ډوهني د ۲۰۱۵ کال راهیسې په دغه ګروانډ کې لومړی وار په صفر اوټ شو او د اوټیدو سره سره جریمه هم شو.

ای پي ایل د نړۍ ستر تجارتي لیګ دی چې هرکال د ۸ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چې له قانون څخه سرغړونه پکې جرم ګڼل کیږي او ډیری وخت یې داسې لوبغاړي جریمه کړي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې