دلوبغاړو په اړهلیګونه

سوریا کمار یادف: روهیت شرما یو ارام لوبغاړی دی.

د ممبۍ انډيانز لوبډلې منځنی توپ وهونکی سوریا کمار یادف د ممبيي لوبډلې کپتان روهیت شرما په اړه وايي،کله چې نوموړی د ممبۍ انډيانز لوبډلې کپتانۍ واګې په غاړه اخیستي،ډير ارام لوبغاړی پاتي شوی دی.

روهیت په ۲۰۱۱ کال کې د ممبۍ انډيانز لوبډلې کپتاني په غاړه اخیستي او یادې لوبډلې دده په شتون کې زیاتې اتلوالۍ ترلاسه کړي دي.

سوریا کمار یادف وايي،کله چې نوموړی په توپ وهنه کې وي،ټول مسوولیت په اوږو اخلي.کله چې د ټیم مشر شوی او هر څه یې سم روان کړي دي.

پخپله روهیت شرما وايي،د نوموړي دا اتم کال دی چې د ممبۍ انډيانز لوبډلې کپتان ټاکل شوی او پدې موده کې یې ډير څه زده کړي.

همداشان نوو لوبغاړو څخه خپلې نظریې اخلي.د یوه کپتان په توګه ستاسو مسوولیت دا وي چې هغوی ته ډاډ ورکړې.ترڅو لوبغاړي ارام واوسي.

د یادونې وړ ده چې سوریا کمار یادف هم د ممبۍ انډيانز لوبډلې یو پیاوړی لوبغاړی شمیرل کيږي.
نوموړي سږ کال په لومړي ځل د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې استازیتوب وکړ او ښې لوبې یې پکې ترسره کړې.

ممبۍ انډيانز لوبډلې تیره شپه د ای پي ایل لیګ لومړی لوبه د بنګلور لوبډلې خلاف بایلوده.

ممبۍ انډيانز هغه لوبډله ده چې د ۲۰۱۲ کال راهیسې یې د ای پي ایل د پيل لوبه نده ګټلې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې