بهرني لوبغاړيدلوبغاړو په اړه

کیرون پولارډ د یو بل ریکارډ په لوري

د ممبۍ انډیانز لوبډلې پیاوړی ویسټ انډیزی لوبغاړی او ستر هېټر کیرون پولارډ په ای پي ایل سیالیو کې یو بل ریکارډ ته نږدې شوی دی.

نوموړی یوازې دوه شپږیزې لیرې دی،تر څو په ای پي ایل سیالیو کې ۲۰۰ شپږیزې بشپړې کړي.

ممبۍ انډیانز لوبډله څو ساعته وروسته په ای پي ایل سیالیو لومړی لوبه کې له بنګلور لوبډلې سره میدان ته ښکته کیږي،خو د ټولو سترګې به د ویسټ انډیزي الراونډر کیرون پولارډ په لوري وي.

که چیرې نوموړی په ننۍ سیالۍ کې په دوو شپږیزو وهلو وتوانیده،پدې سره به نوموړی شپږ لوبغاړی شي چې ای پي ایل سیالیو کې دوه سوه شپږیزې بشپړې کوي.

لدې وړاندې په ای پي ایل سیالیو کې تر ټولو ډیرې شپږیزې کریس ګېل وهلي دي.

نوموړي ټولټال تردې دمه (۳۴۹) شپږیزو په وهلو سره لومړی مقام لري.ورپسې ډیویلیرز د (۲۳۵) شپږیزو سره دوهم.ډوهني د (۲۱۶) شپږیزو وهلو سره دریم.روهیت شرما د (۲۱۳) شپږیزو وهلو سره څلورم او ویراټ کوهلي د (۲۰۱) شپږیزو په وهلو سره پنځم مقام لري.

د بونډرې یا څلوریزو وهلو په برخه کې کیرون پولارډ بیا څلور څلوریزې وروسته دی، ترڅو ۲۰۰ بشپړې کړي.

د ویکټ اخیستلو په برخه کې نوموړی ۷ ویکټې لیرې دی،ترڅو ۳۰۰ ویکټې ترلاسه کړي.

که چیرې نوموړي اوه ویکټې ترلاسه کړې.پدې سره به له ډواین براوو، شکیب الحسن او اندري رسل وروسته به څلورم الراونډر شي چې (۳۰۰) ویکټې او همداشان (۵۰۰۰) منډې جوړوي.

د کیچونو په برخه کې نوموړی (۱۰) کیچونه لیرې دی،ترڅو په ای پي ایل سیالیو کې سل کیچونه بشپړ کړي.

په ټوله کې نوموړی ۲۵ څلوریزې وروسته دی،ترڅو په شل اوریز کرکټ ډګر کې ۷۰۰ څلوریزې بشپړې کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې