لیګونه

ځینې لوبډلې د ای پي ایل له پیلیدو وړاندې له خطر سره مخ دي

د هندوستان ستر تجارتي لیګ ای پي ایل د ۸ لوبډلو ترمنځ نن د اپریل په نهمه ممبیي کې پیلیږي، خو ددې لیګ ځینې لوبډلې له لوبو مخکې له خطر سره مخ دي، د کرکټ مور ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې د بنګلور په ګډون ځینې لوبډلې د لوبغاړو له کمښت سره مخ دي چې دا به لوبډلو ته سخت زیان ورسوي.

کرکټ مور لیکلي چې د ځینو ټیمونو یو شمیر لوبغاړي به په لومړیو لوبو کې نه وي چې دا دلوبډلو لپاره بد خبر دی ددوی په وینا چې د لوبغاړو د نشتون علتونه ښکاره دي، د معلوماتو له مخې چې بنګلور ترټولو زیات خطر سره مخ دی ځکه ددوی درې لوبغاړي ادم زمپا، ډانیل سمس او فن الین له دوی سره په لومړۍ لوبه کې نشته ځکه زمپا د واده کولو له امله بیخي هندوستان ته نه دی راغلی، ایلن قرنطین دی او سمس تازه پر کرونا اخته شو.

د ممبیي انډینز لوبډله به هم لومړۍ لوبه کې خپل دوه مهم لوبغاړي له لاسه ورکړي چې چې کوینټن ډیکاک او ادم میلن دي ځکه ددوی قرنطین لاندی ختم شوی.

همداراز د چینای سوپر کینګز تیز بالر لنګی نګیډي هم قرنطین دی، همداراز راجستان رایلز ترټولو لوی خطر لري ځکه ددوی چټک تیز توپ اچوونکی جوپرا ارچر د لاس جراحي ترسره کړې او په لومړیو څلور لوبو کې به ونه اوسي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې