لیګونه

هند کرکټ بورډ له لوبغالي څخه د ای پي ایل په خپرولو بندیز ولګوه

هند کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې رسنیو برخې به ونشي کولای چې د کویډ-۱۹ له کبله څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ ره میدان یا لوبغالي په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

د هند کرکټ بورډ په وینا که چیرې حالت نورمل شول،دوی بیا کولای شي چې د لوبغالي څخه ای پي ایل سیالۍ خپرې کړي.

هند کرکټ بورډ یوه چارواکي وویل:”د روغتیا د خوندیتوب په موخه د رسنیو پارسونل به ونشي کولای چې د ای پي ایل د ټیمونو تمریني پړاو یا د هغوی سیالۍ خپرې کړي.خو که چیرې حالت خوندور یا نورمل شول بیا به دوی ته هم د لوبغالي څخه د لوبو خپرولو اجازه ورکړل شي.

په پام کې ده چې نن به څوارلسم پړاو سیالۍ د ممبۍ انډیانز او رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې په لوبې سره پیل شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې