دلوبغاړو په اړه

هغه پوښتنه چې ډېویډ وارنر له خپلو مینه والو کړې


د اسټرالیا لوبډلې لوبغاړی او په ای پي ایل کې د سنرایز حیدراباد لوبډلې کپتان ډیویډ وارنر له خپلو مینه والو څخه په انسټګرام پاڼه پوښتنه کړې ده، او مینه وال یې حیران کړي دي.

ډیویډ وارنر چې اوس مهال د ای پي ایل سیالیو لپاره هندوستان هېواد ته ورغلی دی د خپل قرنطین پرمهال یې یو جالب تصویر ویستلی او هغه یې انستګرام ته پورته کړی دی.

وارنر له خپل دې تصویر سره لیکلي چې څنګه ښکارم، مینه والو یې ورته جالب او حیرانوونکی تبصرې هم کړې دي، یوه لیکلي ستا مخ چیرته دی بل لیکلي دا وارنر نه دی او ډیرو نورو خپلې تبصرې لیکلي.

د وارنر تصویر جالب ځکه د چې هغه په تصویر کې یوه غټه خوله، تورې عینکې او یو لوی ماسک اچولی دی داسې نه ښکاري چې هغه به وارنر وي.

ای پي ایل لیګ نن پیلیدونکی دی او له لیګ وړاندې لوبغاړو ته د تمرین اجازه هم وخت پر وخت نه دی ورکړل شوې یواځې د شپې له ۸ بجو هاخوا به تمرین کوي او د تمرین وروسته به په ځانګړي ډول د خپل هوټل خونې ته ځي.

د مراشترا حکومت ویلي چې د کرونا ویره زیاته ده نو لوبغاړي باید له پوره احتیاط کار واخلي ځکه له وړاندې څو تنه پرې اخته شوي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې