لیګونه

نن د نړۍ تر ټولو شتمن لیګ نن پیلیږي

په پام کې ده چې نن د نړۍ له مشهورو لیګونو څخه تر ټولو بډایه یا شتمن لیګ (هندوستان غوره لیک) پیل شي. دا لیګ به نن جمعه د اتو لوبډلو په ګډون پیل شي چې پکې به اته لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ وکړې.

لومړۍ لوبه به نن د ممبۍ انډیانز لوبډلې او راېل چېنجرز بنګلور لوبډلې ترمنځ ترسره شي. دا لوبه به په چدمبرم کریکټ لوبغالي کې ترسره شي. د معلوماتو له مخې چې دا لوبه به د افغانستان پر وخت ماښام مهال ۶:۳۰ بجې پیل شي.

همدغه راز دوهمه لوبه به بیا د چینای سوپر کېنګز او ډهلي کپټلز لوبډلو ترمنځ د اپرېل په لسمه نېټه ترسره شي. درېمه لوبه به بیا د اپرېل په ۱۱ مه نېټه د کلکتې ناېټ راېډرز او سنراېزر حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې دغه لیګ به د مۍ تر ۳۰ مې نیټې پورې دوام وکړې. په یاد لیګ کې دا اته لوبډلې شاملې دي: سنراېزر حېدراباد، ډهلي کپټلز، کلکته ناېټ راېډرز، راېل چلېنجرز بنګلور، چینای سوپر کېنګز، ممبۍ انډیانز، راجستان راېلز او کېنګز پنجاب لوبډله شامله ده.

هېره دې نه وي چې ممبۍ انډیانز لوبډله هغه لوبډله ده چې د دغه لیګ اتلولې یې پنځه ځلې ګټلې ده او تر نورو لوبډلو یې زیات د ای پي ایل سرلیکونه په خپل نوم کړې دي، له بلې خوا ار سي بي لوبډلې بیا بیخې د ای پي ایل سرلیک ندی ګټلی او په ترلاسه کولو کې یې تر دې دمه پاتې راغلې ده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې