بهرني لوبغاړي

فخر زمان څرګنده کړه چې دوه سیلیزې یې د چا په بیټ جوړې کړې.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکي «فخر زمان» د پنجشنبې په ورځ څرګنده کړه چې هغه د سویلي افریقا په وړاندې یو ورځینیو سیالیو کې دوه پرله پسې سلیزو جوړولو پر مهال د سینئر لوبغاړي «محمد حفیظ» لخوا ورکړل شوی بیټ کارولی ؤ.

پاکستان کوربه سویلي افریقا لوبډلې ته د درې یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې دوه پر یو ۲/۱ ماتې ورکړه چې دا د ۲۰۱۳ م کال وروسته دوهم ځل دی چې پاکستان د سویلي افریقا په خاوره د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ګټي.

د پاکستان پښتون پیلیز توپ وهونکي «فخرزمان» د سویلي افریقا خلاف وروستۍ دوه یو ورځنۍ سیالیو کې دوه سیلیزې جوړې کړې چې په ترتیب سره یې ۱۹۳ او ۱۰۲ منډې جوړې کړې، فخر زمان د پنجشنبه په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: هغه «بیټ» چې ما په سیریز کې کارولی د محمد حفیظ لخوا ماته ډالۍ شوې ؤ.

د نوموړي په وینا چې د پاکستان مشهوره الراونډر «محمد حفیظ» وروسته له هغې نوموړي ته خپل بیټ ډالۍ کړ کله چې هغه ښه فرفامنس نه کاوۀ او د نا راحتۍ احساس یې کاوۀ.

فخرزمان که څه هم د سویلي افریقا خلاف یو ورځنیو سیالیو ته اخیستل شوی و خو د سړیلي افریقا خلاف یو ورځنیو سیالیو کې د ښې کارکرداګۍ وروسته نوموړی د زمبابوې او سویلي افریقا خلاف شل اوریزه نوملړ ته هم اضافه شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې