نړیوال کریکټ

سویلې افریقا د پاکستان کریکټ ټیم پر وړاندې شل اورېزو سیالیو کې دوه مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل

د پاکستان او سویلې افریقا کریکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځینو سیالیو لړۍ د پاکستان کریکټ ټیم په بریا سره پاېته ورسېده او اوس به د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ د شل اورېزو سیالیو لړۍ ترسره شي.

چې د دغو سیالیو له پیلیدو وړاندې جنوبې افریقا کریکټ ټیم ستر ګوزار ترلاسه کړ او دوه مهم لوبغاړي به یې د پاکستان پر وړاندې شل اورېزو سیالیو کې ونه لوبېږي. ټیمبا باوما د پاکستان پر وړاندې وروستۍ یو ورځینۍ لوبه کې ژوبل شو چې له کبله یې نوموړی اوس نشي کولی د پاکستان پر وړاندې شل اورېزو لوبو کې برخه واخلي.

همدغه راز رضا هیندریکس بیا د ماشوم د زېږون له امله نشي کولی چې د پاکستان پر وړاندې را روانو شل اورېزو سیالیو کې برخه واخلي. له بلې خوا ویل کېږي چې د ټیمبا باوما په نشتون کې به هینریک کلاسین د جنوبې افریقا کریکټ ټیم رهبري کړې او د لوبډلمشرۍ مسؤلیت به پر غاړه ولري.

د یادولو وړ ده، چې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ به د شل اورېزو سیالیو لړۍ د اپرېل میاشتې له لسمې نیټې څخه پیل شي. د سویلې افریقا لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

هینریک کلاسین (لوبډلنشر او ویکېټ کیپر) ، بوجورن فورټیوین ، آډن مارکرم ، انډلي پیهلکوا ، بیوران هینډریکس ، جورج لیندي ، راسي وان ډیر دوسن ، جانن مینان ، سیسندا مګالا ، ویاان مولدر ، تبریز شمسي ، لوتھو سیپلا ، کایل ورین بلجون ، ډیرن ډوپاولون ، میګیل پریټوریس ، لیزاد ویلیمز ، وهان لوبي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې