نړیوال کریکټ

سریلانکا کریکټ بورډ د انتخاب کمیټې لپاره ۶ نوي کارمندان وګمارل

سریلانکا کریکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې له سیالیو وړاندې د انتخاب کمیټې لپاره ۶ نوي غړي وګمارل. یاد کسان د پنجشنبې په ورځ د سریلانکا کریکټ بورډ له لوري وټاکل شو.

له دې وړاندې د سریلانکا کریکټ ټیم اصلي انتخاب کوونکی اشانتا دي میل وه، چې نوموړي وروسته له هغه استعفا ورکړه کله چې سریلانکا ملي ټیم د انګلینډ پر وړاندې د کوربتوب دواړه لوبې له لاسه ورکړې.

د کریکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې دا شپږ نوي کارمندان به له پخواني سلیکټور ویکرماسنګي سره یو ځای مخکې ولاړ شي.

د سریلانکا کریکټ بورډ له لوري د یادو کسانو نومونه هم خپاره شوې دي چې پکې د رومیش کالیوتارتانا، هیمانته ویکرامارټین، ورونا وراګ او ایس. ایچ کارنه نومونه شامل دي. خو د دغې ډلې مشرې به د ویکرماسنګي پر غاړه وي.

هېره دې نه وې چې بنګله دېش کریکټ ټیم به په راتلونکي اونۍ کې سریلانکا ته سفر وکړې او هلته به دوه ټېسټ سیالۍ له سریلانکا کریکټ ټیم سره ترسره کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې