لیګونه

د جوش هېزلووډ په ځای بنډروف چنای لوبډله کې واخیستل شو

چنای سوپر کینکز لوبډلې وروسته له هغې له یو بل اسټرالیاوي لوبغاړي جسن بېنډروف سره تړون لاسلیک کړ،چې جوش هیزلووډ د ای پي ایل سیالیو بهر شو.

بېنډروف یو چټک توپ اچونکی دی او نوموړی د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې د پرت سکارچرز لوبډلط لپاره لوبې ترسره کوي.

دا به د جسن بېنډروف دوهم ځل وي چې ای پي ایل سیالیو کې لوبیږي.لدې وړاندې نوموړي په ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سیالیو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره پنځه لوبې ترسره کړي وې.

د جسن بېنډروف په اخیستل کیدو سره هغه احتمال هم حتم شو،چې ګواکې چنای سوپر کینکز لوبډله به د جوش هیزلووډ په ځای افغان کیڼ لاسی چټک توپ اچونکی فضل الحق فاروقي جذب کړي.

فضل الحق فاروقي اوسمهال د چنای سوپر کینکز لوبډلې سره د یوه نېټ بالر په توګه مل دی.

نوموړي د تمرین پر مهال د چنای لوبډلې کپتان مهندرا سینګ ډوهني او نورو لوبغاړو په وړاندې ښه توپ اچونه کړي وې،چې د مینه والو پام یې هم ځانته را اړولی وو.

د اسټرالیايي لوبغاړي په اخیستو سره به لدې وروسته فضل حق فاروقي بیرته افغانستان ته راستون شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې