دلوبغاړو په اړه

د بومرا میرمنې له واده وروسته خپله دنده ای پي ایل کې پیل کړه

د هندی کرکټر او ممبي انډیانز لوبډلې چټک توپ اچوونکي جسپرټ بومرا میرمنې چې له واده یې یوه میاشت تیریږي،بیرته خپلې دندې ته را وګرځیده او نوموړې به د سټار سپورټس لپاره روانو ای پي ایل سیالیو کې خپله دنده پیل کړي.

سنجانا ګېنسن چې تیره میاشت یې له جسپرټ بومرا سره واده وکړ،ای پي ایل سیالیو کې د کمیټرۍ یا پریزنټرۍ خبر پخپله انسټګرام پاڼه ورکړی دی.

نوموړې په انسټګرام یو تصویر هم خپور کړئ او ورسره لیکلي یې دي:”د وخت په تیریدو سره خاطرې ارزښت پیدا کوي.”

په ځواب کې یې بومرا ورته لیکلي،چا چې دا تصویر اخیستی،هغه ډیر ښه سړی دی.

سنجانا ګېنسن بیا ځواب ورکړئ،ځکه خو یې لدې کس سره واده هم وکړ.

د یادونې وړ ده چې سنجانا ګېنسن هم د هغو کمینټيټورانو په لیست کې ځای لري،چې د هند کرکټ بورډ ادار لخوا د څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو لپاره اعلان شوي دي.

ای پي ایل سیالۍ به څو ساعته وروسته د ممبۍ او بنګلور لوبډلو په لوبې سره پیل شي.ممبۍ انډیانز لوبډلې هڅه به دا وي چې د تیرې اتلوالۍ څخه دفاع وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې