لیګونه

درې هغه لوبغاړي چې ای پي ایل کیریر یې په شپږیزې سره پیل کړئ

ای پي ایل سیالۍ چې په نړۍ کې د شهرت له پلوه لومړی مقام لري،او د زیاترو لوبغاړو لپاره په یاد لیګ کې لوبې ترسره کول د یو خوب په څیر وي.

دا چې په یاد لیګ کې د نړۍ مشهوره کرکټران شتون لري او د دوی په وړاندې لوبه کول داسې کار نه وي.خو داسې لوبغاړي هم شته چې د ای پي ایل لومړی لوبه یې وي او بیا یې هم په لومړي توپ سره شپږیزې وهلي دي.

مونږ دلته په لنډ ډول درې هغه لوبغاړي درپیژنو چې د ای پي ایل سیالیو کیریر یې په لومړي توپ د شپږیزو وهلو سره پیل کړی دی.

۱. کیون کوپر

ویسټ انډیز کیون کوپر د راجستان رویلز لوبډلې یو مسلسل یا ریګولر لوبغاړی وو.نوموړي د ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د راجستان رویلز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي دي.

نوموړي لوبغاړي خپل ای پي ایل کیریر په لومړي توپ د شپږیزې وهلو سره پیل کړی.هغه په لومړي توپ شپږیزه په ۲۰۱۲ کال ای پي ایل سیالیو کې چې د هند په جایپور ښار کې وه،د پنجاب کینکز لوبډلې خلاف ترلاسه کړي وه.

کیون کوپر یو ښه الراونډر لوبغاړی شمیرل کیده.نوموړي په ۲۵ ای پي ایل سیالیو کې ۳۳ ویکټې ترلاسه کړي دي.

د ای پي ایل ترڅنګ نوموړی پخپل لیګ کې د ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې لپاره هم لوبیدلی.د نوموړي په اړه څو ځلې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د مشکوک بالینګ کولو خبر هم ورکړل شوی دی.

۲. سېدش لاډ

سېدش لاډ چې د هند په ډومسټیک یا داخلي کرکټ لوبو کې د ممبیي ټیم لپاره لوبې کوي.نوموړی په ای پي ایل سیالیو کې د کلکتې او همداشان د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره لوبیدلی دی.

د سېدش پلار د ممبۍ انډیانز لوبډلې اوسني مشر روهیت شرما د کوچنیوالي د وخت روزونکی هم تیر شوی دی.

نوموړي ته د ای پي ایل درې فصله انتظار وروسته ورته په ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سیالیو کې د روهیت شرما په ځای چې ټپي شوی وو،د لوبیدو چانس په لاس برابر شو.خو نوموړي ای پي ایل لومړی لوبه کې لوبډلې ته ښه پیل ورکړ او د خپل ای پي ایل کیریر په لومړی لوبه کې یې په لومړي توپ شپږیزه ووهله.

۳. جېوون سېرلز

جېوون سېرلز په ۲۰۱۸ کال ای پي ایل نیلامۍ پړاو کې د کلکتې لوبډلې لخوا واخیستل شو.

خو نوموړي ته په لوبو کې چانس لومړیو کې برابر نشو.وروسته د یو خارجي لوبغاړي په ځای یوولس کسیزه لوبډله کې ځای ورکړل شو.

نوموړي هم د پنجاب کینکز لوبډلې خلاف د ای پي ایل کیریر پیل په لومړي توپ د شپږیزې وهلو سره وکړ.

نوموړي په ۲۰۱۸ کال ای پي ایل سیالیو کې د یادې لوبډلې لپاره څلورو لوبو کې دوه ویکټې هم واخیستې.خو نوموړي بیا ښه کم بیک ونکړ او د یادې لوبډلې لخوا خوشی کړل شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې