مرکې

احمد رضا:ممبۍ لوبډله د ریال مادرید په څیر ده

د اماراتو کرکټ ملي لوبډلې کپتان احمد رضا په یوې مرکې کې د ای پي ایل سیالیو اتله ممبۍ انډیانز لوبډله د فوټبال ریال مادرید لوبډلې سره مشابه کړي ده.

نوموړي وویل،ممبۍ انډیانز لوبډله د کرکټ په برخه کې هغه شان لوبه کوي،لکه څنګه چې په فوټبال کې ریال مادرید لوبډله کوي.

احمد رضا سربیره پردې رویل چیلنجرز بنګلور لوبډله هم يوه پیاوړي لوبډله یاده کړه او ویې ویل چې سږ کال به دوی هم تر پایلوبې ځان رسوي.

احمد رضا تیر کال د اماراتو په کوربتوب د ای پي ایل سیالیو په تمریني کمپ کې د ار سي بي لوبډلې لخوا اخیستل شوی وو.

نوموړي وویل،په یاد تمریني کمپ کې یې له ویراټ کوهلي او اې بي ډیویلیرز څخه ډیر څه زده کړل.

احمد رضا وویل،د خوښې لیګ یې ای پي ایل دی او له یاد لیګ کتو څخه ډیر څه زده کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې ټولې ای پي ایل سیالۍ به په کور کې ننداره کوي.

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالۍ به نن ورځ رسما د بنګلور او ممبۍ انډیانز لوبډلو په لوبې سره پیل شي.

ممبۍ انډیانز هغه لوبډله ده چې پنځه ځلې یې د ای پي ایل اتلوالي ګټلي ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې