لیګونه

آیا ډهوني د وروستي ځل لپاره ای پي ایل کې لوبیږي که راتلوونکي کلونو کې به هم ولیدل شي


د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان ام اس ډهوني چې له نړیوال کرکټ څخه یې استفاع کړې ده خو د ای پي ایل سیالیو په لوبو کې له ډیرې مودې راهیسې د کپتانسۍ دنده پر غاړه لري.

د کرکټ مینه وال او د ډهوني مینه وال ددې پوښتنې په تمه دي چې ډهوني به کله له ای پي ایل استفاع وکړي.

یو شمیر د کرکټ مینه وال وایي چې ډهوني زوړ شوی دی او تیرکال یې هم ښه فصل نه درلوده داچې ډهوني به څه کوي په دې اړه د چینای لوبډلې اجرایه ریس کسي ویسانټن ځواب ویلی دی، هغه ویلي چې ډهوني کولای شي له ۲۰۲۱ کال وروسته هم د ای پي ایل لوبو ته دوام ورکړي.

نوموړي له انډین اکسپرس ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې زه فکر نه کوم چې دا د ډهوني وروستی کال وي ځکه له ډهوني وروسته بل داسې څوک زموږ په نظر نه راځي چې کپتان یې وټاکو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې