لیګونه

یوه نوې رهبري او نوی پلان راجستان داځل د مشهورو لوبغاړو په شتون کې د آی پي ایل لیګ سیالیو ته ښکته کیږي

د هندوستان آی پي ایل لیګ د رواني میاشتي په نهمه نېټه پیلیږي دي لیګ کې اته لوبډلې ګډونوالي دي چې پکې چینای سوپر کینګز، ممبي انډینز، راجستان رویلز، پنجاب کینګز، کلکته نایټ رایډرز، چلینجرز بنګلور، سنریزر حیدر اباد، او ډهلي کيپټلز لوبډلې شاملي دي،


په دي لیګ کې راجستان لوبډله په لومړي سر کې د سخت ټکان سره مخ شوه دوی مشهور چټک بالر جوپرا ارچر د لاسه ورکړ خو دوی د ارچر بدیل کریس موریس راولي چې په ډېر لوړ قیمت یې پیرلی دی،


دا لوبډله په یوي نوې هيلې دا ځل د لوبو ډګر ته ښکته کیږي راجستان لپاره به سږکال اوپنر توپ وهونکی سنجو سمسون لوبډلمشري وکړي،


دوی سره په لوبډله کې دوه پیاوړي انګلستاني لوبغاړي چې پکې جاس بټلر، او بین سټوکز شامل شاید له نورو ټولو لوبغاړو ورته غوره تمام شي راجستان لوبډله غواړې سږکال د څوارلسم پړاو آی پي ایل لیګ کې لومړی نېمه پای لوبې ته ځان وباسي او بیا د دي لیګ اتلولي په خپل نوم کړي، که څه هم په نورو اوو لوبډلو کې خورا پیاوړي لوبغاړي لیدل کیږي چې ښه مثال بنګلور لوبډله راوړلی شو بنګلور لپاره سږکال، ای بي ډي ویلیرز، پخپله ویراټ کوهلي، استرالیایي ګلین مکسویل، او نیوزیلینډی کایل جیمسن لوبیږي چې دا په راتلونکې لیګ کې ترټولو ګواښونکي لوبغاړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې