نړیوال کریکټ

پاکستان کریکټ ټیم اخیر هم جنوبې افریقا کریکټ ټیم په ګونډو کړ

د پاکستان او سویلې افریقا کریکټ لوبډلو ترمنځ د پنځوس اورېزو سیالیو سیرېز د پاکستان کریکټ ټیم په بریا سره پاېته ورسېده او په وروستۍ لوبه کې پاکستان کوربه سویلې افریقا ته د ۲۸ منډو په توپېر ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې جنوبې افریقا کریکټ ټیم پچه وګټله او لومړی یې د باولېنګ پرېکړه وکړه. پاکستان کریکټ ټیم د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ ټاکل شوو پنځوسو اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې فخر زمان زیاتې ۱۰۱، بابر اعظم ۹۴ او امام الحق ۵۷ منډي وکړې.

د جنوبې افریقا کریکټ ملي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې کېشن مهاراج ۳، ایډین مارکرم ۲ او انډلی فهلواکوی ۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د ۳۲۱ منډو د هدف په تعقیب کې سویلې افریقا کریکټ ټیم د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپېر له لاسه ورکړه. د سویلې افریقا له لوري توپ وهنه کې مېلان زیاتې ۷۰ منډې وکړې.

د پاکستان کریکټ ټیم له لوري بیا توپ اچونه کې شاهین شاه افریدي او محمد نواز ۳-۳ حسن علي او عثمان قدیر ۱-۱ او حارث روف بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې