نړیوال کریکټ

پاکستان د ورلډ کپ سوپر لیګ دوهم خو افغانستان کوم مقام ترلاسه کړ؟

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د سویلي افریقا او زمبابوې په سفر بوخته ده چې د نورو فارمټونو ترڅنګ یې د سویلي افریقا خلاف درې یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړې.

دغه درې یو ورځنۍ سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د ورلډ کپ سوپر لیګ سیالیو په چوکاټ کې شاملې وې چې پاکستان یې په ګټلو سره دوهم مقام ترلاسه کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا قوانینو مطابق هره لوبډله چې تر ۲۰۲۳م کال پورې د یاد لیګ سیالیو په درجه بندۍ کې تر ۸م مقام راشې پرته له کوالیفای راونډ به د ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام کې ګډون وکړي.

د دغه لیګ په درجه بندۍ کې اوس مهال انګلستان له ۹ سیالیو څخه څلور ګټلي لومړی، پاکستان له ۶ سیالیو څخه ۴ ګټلي دوهم، استرالیا له ۶ څخه ۴ ګټلي دریم، نیوزیلینډ له ۳ څخه درې ګټلي څلورم او افغانستان له ۳ څخه ۳ سیالي دي پنځم مقام لري.

افغانستان به روان کال د ورلډ کپ سوپر لیګ په چوکاټ کې د نیدرلینډ، سریلانکا او پاکستان خلاف لړۍ ترسره کوي چې په ګټلو سره وړاندې او وروسته تللی شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې