نړیوال کریکټ

ټیمبا باوما د یو بدترین برخلیک سره مخ کیدونکی دی، دا به شک وي او که د هغه پروړاندې به جدي تصمیم ونیول شي

د جنوبي افریقا کرکټ بورډ د تورپوستي نوې لوبډلمشر ټیمباباوما څخه ناخوښه دی مارک بوچر ویلی، زمونږ تکيه ډېره په لوبډلمشر وه، خو د لوبې په جریان کې ما هغه ولیدله چې خپل مسؤلیت سم نشي ادا کولای هغه د پاکستان پروړاندې په لوبو کې دومره ښه وهه لوبید، په دريمه سیالۍ کې چې کله هغه ما ولید نو د توپ وهنې په وخت کې یې لاس کې درد محسوسوه بیا هم توپ وهنې ته ادامه ورکړه د نوموړي داډول کړني د لوبې په بایللو منفي تاثیرات غورځولی شي مونږ غواړو په کور دننه هېڅ ډول سیریز ونه بایلو خو اما پرون مو پاکستان ته د پنځوس اوریزو لوبو سیریز وبایلو، زما په اند ټیمبا باوما د شل اوریزو لوبو لپاره هېڅ غوره لوبډلمشر نه شي جوړیدی،


مارک بوچر دا خبرې وروسته له هغې کوي چې کله پاکستان کرکټ لوبډلې د افریقا څخه د دوی په کور کې دوه پنځوس اوریزې لوبې وګټلې او هم یې تري د دريو لوبوسیریز په خپل نوم کړ،

د جنوبي افریقا کرکټ بورډ دي ته پاملرنه نه کوي چې د خپلې لوبډلې د چټکې توپ اچونې او توپ وهنې مخکښ لوبغاړي آی پي ایل ته د سیالیو لپاره ولیږل،


ټیمبا باوما یو ځوان لوبډلمشردی او پاکستان یوه قوي لوبډله لرله بیا یې هم ښه مقاومت وکړ او د پاکستان د ۳۲۱ منډو پروړاندې ۲۹۲ منډې جوړي کړي که څه هم په افریقا لوبډله کې داسي لوبغاړي و چې د ځوان لوبډلمشر ټیمبا باوما څخه یې په کرکټ کې ډېره تجربه نه درلوده نوموړي د پاکستان د قوي لوبډلې پروړاندې په یوي ځوانه لوبډله ښه مقاومت وکړ خو بورډ یې بیا هم ګرم بولي، یاده دې وي چې افریقا کرکټ بورډ څه موده وړاندې ټیمباباوما د شل اوریزو او ډین ایلګر د ټيسټ لوبو لوبډلمشران وټاکل د افریقا ډارېکټر ګریم سمیت ویلي و چې ټیمباباوما به تر۲۰۲۳ م کال پوري د افریقا لوبډله په شل اوریزو او ټیسټ لوبو کې رهبري کوي او دا هم باید ویل شي چې شاید ټيمبا باوما خپله لومړی شل اوریزه لوبه کې ګډون ونکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې