دلوبغاړو په اړهلیګونه

ویراټ کوهلي د بنګلور نویو لوبغاړو ته وینا او سپارښتنې وکړې.

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې او «ای پي ایل» کې د رویال چیلینجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر له اووه ورځو فرنطین وروسته د بنګلور لوبډلې لوبغاړو سره ولیدل، هغوی ته یې راغلاست ووایه او ځینې مهمې مشورې یې ورسره شریکې کړې.

ویراټ کوهلي خپلو لوبغاړو ته لارښونه وکړه چې سبا جمعه د دوی پیلیزه لوبه د سرختې سیالې ممبۍ انډینز خلاف ده چاچې د دغه لیګ پنځه ځلې اتلوالي ګټلي ده، ویرات کوهلي خپلو لوبغاړو ته هدیت وکړ چې د پیلیزې لوبې ګټل مهم دي، نو لوبغاړي باید د بالینګ، فیلډینګ او بیټینګ برخه کې خپل مهارتونه څرګند کړي.

بنګلور لوبډلې د «ای پي ایل» په تاریخ کې کومه اتلوالي نده ګټلي، دغه لوبډله تېر کال د اماراتو په کوربتوب ترسره شوي ای پي ایل لیګ کې تر پلې اف پړاو ورسېده چې وروسته د یاد لیګ څخه بهر شوه.

د بنګلور هیلې داځل غښتلي ښکاري، دوی د ویراټ کوهلي او اې بي ډیویلرز ترڅنګ سږ کال ګلین مکسویل او کایل جیمیسن په لوړه بیه وپېرل.

ټاکل شوې ده چې څوارلسم پړاو هند غوره لیګ به سبا ماښام ۶:۳۰ بجې د رویال چیلینجرز بنګلور او ممبۍ انډینز ترمنځ په سیالۍ سره پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې