
هندوستاني لوبغاړي ائیر د اوږې جراحي په بریالیتوب سره پاېته ورساوه
د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې منځنۍ برخې پیاوړي توپ وهوونکي لوبغاړي شریاس ائیر د اوږې بریالۍ جراحي وکړه، نوموړي له جراحۍ وروسته په خپل ټوېټر اکاونټ باندې خپل انځور خپور کړی دی او د خپلې روغتیا په اړه یې معلومات ورکړې دي.
نوموړی د اوږې له ټپ سره وروسته له هغې مخ شو چې نوموړی د انګلیستان کریکټ ټیم پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې لوبېده او د ډګر ساتنې پر مهال ژوبل یا ټپې شو. چې د دغه ټپ له کبله نوموړی د انګلیستان پر وړاندې له سیالیو او د هندوستان غوره لیګ ټول فصل څخه بهر شو.
ائیر په خپل ټوېټر اکاونټ باندې لیکلې دي: ((جراحي په بریالۍ توګه پاېته ورسېده زه به ډېر ژر بېرته راستون شم ستاسو د ښو هیلو له امله مننه.)) د یادولو وړ ده، چې شریاس ائیر به شاو خوا د څلورو میاشتو لپاره له لوبو څخه بې برخې وي.
نوموړي د پانټ په اړه هم وویل، چې هغه د ډهلي کپټلز لوبډلې لپاره یو ښه بدیل دی او زیاته یې کړه، چې نوموړی به له ډهلي لوبډلې سره ډېر یادونه ولري.