نړیوال کریکټ

نیوزلینډ د انګلستان او هندوستان خلاف سیالیو ته لوبډله اعلان کړه خو ویلمیسن مایوسه دی.

د نیوزیلینډ سلیکسن کمېټې د راتلونکي انګلستان سفر دپاره چې پکې د کوربه انګلستان خلاف دوه ټیسټ او هندوستان خلاف به د ټیسټ چیمپنز شپ پایلوبه ترسره کړي «۲۰» کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په دغه نوملړ کې درې ځوان لوبغاړي هم شامل دي چې په کورنیو سیالیو کې یې د پام وړ سیالۍ ترسره کړي دي، خو ممکن د انګلستان خلاف لوموړۍ ټیسټ سیالۍ کې د نیوزیلینډ لوبډلمشر، کین ویلیمسن او چټک توپ اچونکی ټرینټ بولټ ګډون ونلري، ځکه چې څوارلسم پړاو هند غوره لیګ «ای پي ای ایل» کې به ویلیمسن د سن رایزرز حیدراباد او ټرینټ بولټ د ممبۍ انډینز په ګټه لوبیږي.

ټاکل شوې ده چې د انګلستان او نیوزیلینډ ترمنځ به د دوه ټیسټ سیالیو لړي د جون په ۲ مه نېټه پیل شي پداسې حال کې چې د هند غوره لیګ «ای پي ایل» به د مۍ میاشتې په ۳۰ مه نېټه پای ته ورسیږي.

د کرنطین له وجې به ویلیمسن او ټرنټ بولټ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې شتون ونلري، که څه هم ویلیمسن ناهیلي وښوده خو هیله یې څرګنده کړه چې د انګلستان خلاف دوهمه ټیسټ سیالۍ کې د لوبېدو چانس ورته برابر شي.

د انګلستان سفر دپاره د نیوزیلینډ لوبډلې ۲۰ کسیزه نوملړ:
کین ویلیمسن لوبډامشر ، ټام بلنډیل ، ټرینټ بولټ ، ډګ بریسویل ، ډیون کونوي ، کولن ډي گرانډ هوم ، جیکب ډفي ، میټ هینري ، کایل جیمیسن ، ټام لاتم ، ډیرل میچل ، هنري نیکولس ، اجاز پټېل ​​، رچین رویندرا ، میچل سنټنر ، ټیم سوتي ، راس ټیلر ، نیل واګنر ، بي جي واټلینګ ، وېل ینګ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې