مرکې

مکسویل زه له کایل جیمسن سره مرستې کولو ته تیار یم

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې مسلکي کرکټر ګلین مکسویل وایي چې زه چمتو یم ترڅو له کایل جیمسن سره مرسته وکړم، چې د ای پي ایل تورنمنټ په راتلوونکې فصل کې ښه ولوبیږي، کایل جیمسن د نیوزلینډ کرکټ ټیم غړی دی او سږکال ای پي ایل کې د بنګلور لوبډلې لخوا اخستل شوی.

مکسویل د رایلز چیلنجرز بنګلور لوبډلې په یوټیوب چینل کې په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي چې زه سږکال ای پي ایل کې د لوبیدو په اړه هیڅ ویره نلرم، زه به داځل ښه چانس ولرم چې لوبې وکړم او بریالی اوسم، موږ غواړو چې سږکال دا تورنمینټ وګټو ځکه دا ځل زه له کوهلي سره خوښ یم.

مکسویل ددې پیغام ترڅنګ د نیوزلینډي کایل جیمسن په اړه هم خپل نظر څرګند کړی دی او ویلي دي چې دا زما هند ته ۲۲ سفر دی زه دلته زیاتې تجربې لرم نو غواړم خپلې د ای پي ایل تجربې له نیوزلینډ جیمسن سره شریکې کړم ځکه هغه لومړی ځل هند ته راغلی شاید له فشار او ستونزو سره مخ وي.

د یادونې ده چې ای پي ایل لوبې سبا ورځ د هند په کوربتوب شروع کیږي چې مکسویل او جیمسن دواړه له رایلز چیلنجر بنګولر لوبډلې سره لوبیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې