لیګونه

مایکل وان د سږکال ای پي ایل لیګ ګټوونکې لوبډله په نښه کړه


د انګلینډ کرکټ لوبډلې پخواني کپتان مایکل وان د سږکال ای پي ایل لیګ د سیالیو اتله لوبډله په نښه کړه، او وړاندوینه یې کړې چې همدا لوبډله به د څوارلسم پړاو ای پي ایل قهرماني وګټي، هغه تیره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ممبیي به یوځل بیا ددې تورنمینټ ګټوونکې لوبډله وي.

نیوز اتلس ویب سایټ د نوموړي له قوله لیکلي چې پخواني انګلینډي کپتان د ۲۰۲۱ څوارلسم پړاو لیګ قهرماني لپاره د لوبو د پیل مخکې وړاندوینه یې کړې ده خو ویلي یې دي چې روهیت شرما اوس هم ښه اماده دی چې د شپږم ځل لپاره قهرماني وګټي.

وان پرخپله ټیوټر پاڼه په خپاره کړي ټویټ کې ویلي چې” د ای پي ایل د پیل مخکې وړاندوینه ممبیي به دا کپ د شپږم ځل لپاره وګټي خو که ځینې ستونزې موجودې وي نو سنرایز حیدراباد لوبډله به یې حتماً وګټي”

نوموړي په دې سره د همدې دوه لوبډلو په اړه وړاندوینه کړې ده او ویلي دي چې دا دوه لوبډلو کې به یوه د سږکال لوبو قهرماني وګټي.

ای پي ایل سیالۍ سږکال د هندوستان په کوربتوب په ممبیي ښار کې ترسره کیږي راپورونه وایي چې دا لوبې به د بندو دروازو ترشاه ترسره شي ځکه د کرونا ویره زیاته لیدل کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې