نړیوال کریکټ

مالیزیا د کاناډا ګلوبل شل اوریزه لیګ کوربتوب کوي

مالیزیا کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې دریم پړاو د کاناډا ګلوبل شل اوریزه لیګ سيالۍ به دا ځلې د دوی هیواد په کوربتوب ترسره شي.
کاناډا ګلوبل شل اوریزه لیګ د شپږو لوبډلو څخه تشکیل دی چې په هره لوبډله کې د فول میمبر هیوادنو د ځینو لوبغاړو په ګډون د دوهمې درجې لوبډلې لوبغاړي هم پکې برخه لري.

په یاد لیګ کې تیر دوهم پړاو سيالیو کې د نړۍ زیاترو مشهورو لوبغاړو لکه کریس ګېل،شاهد افریدي،یوراج سينګ،مکالم،رسل،مالینګا،کیرون پولارډ او نورو ډیرو مشهورو لوبغاړو ګډون کړی وو.

د کاناډا کرکټ بورډ ادارې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې لیګ دا ځلې د خپل هیواد بهر ترسره کيږي،وویل چې د کرونا له کبله سږ کال دغه لیګ مالیزیا هیواد ته انتقال شوی.

د کاناډ د کرکټ بورډ د مشر په وینا،پدې دوی خواشیني شوي چې لیګ یې له خپل هیواد بهر ترسره کيږي،خو د دوی دغه کار د روغتیا وزارت په امر سره کړی دی.

ټاکل شوي چې دریم پړاو د کاناډا ګلوبل شل اوریزه لیګ سيالۍ به راتلوونکي جون او جولای میاشتې ترمنځ د مالیزیا په کینرا او کولامپور ښارونو کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې یاد لیګ به ۱۸ ورځې دوام ولري.تراوسه ښکاره نده چې په یاد لیګ کې به د افغانستان لخوا کوم لوبغاړي ولوبیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې