افغانستان کریکټ

ضیا الرحمن اکبر د انګلستان په کورني لیګ کې د لوبیدو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د نولس کلنې لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي ضیاالرحمن اکبر په انګلستان کې د یو خصوصي کلب سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ،


ضیاالرحمن اکبر په انګلستان کې د لیتم کرکټ کلب سره د لوبیدو په موخه تړون وکړ داسیالۍ د انګلستان کرکټ بورډ لخوا په لار اچول کیږي چې شا او خوا د یوي میاشتي نه ورته ډېر وخت پاتی دی،


د لیتم کرکټ کلب رییس د نوموړي په اخیستو خوښې ښودلي او هغه یې د خپلې لوبډلې لپاره وړ لوبغاړی بللی دی،


لا تراوسه د دي خبر په اړه پخپله ضیاالرحمن اکبر څه نه دي ویلي، خو د انګلستان یوي ورځپاڼي دا خبر شریک کړی چې پکې یې د لیتم کرکټ کلب د رییس بیان هم شتون لري، ضیا اکبر د افغانستان د کرکټ د نولس کلنې لوبډلې ورو توپ اچونکی و چې سږکال افغان کرکټ لوبډلې د زیمبابوې پروړاندې د دوه ټيسټ او دريو شل اوریزو لوبو لپاره د ځان سره سکواډ کې اخیستی و خو په هېڅ کومه رسمي سیالۍ کې ورته چانس ورنه کول شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې