دلوبغاړو په اړهلیګونه

شېمرون هټمیر: د پانټ تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبېدل به یوه ښه ننګونه وي

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی شېمرون هټمیر د ای پي ایل راتلونکي څوارلسم پړاو لپاره چمتووالی نیسې او پر چمتووالي بوخت دی. نوموړی به سږ کال د ډهلي کپټلز لوبډلې لپاره ولوبېږي.

دوی به خپله لومړۍ لوبه د روانې اپرېل میاشتې په نهمه نېټه په وانخیډي کریکټ لوبغالي کې د چینای سوپر کېنګز پر وړاندې ترسره کړې. شېمرون هټمیر تېر کال هم د همدغې لوبډلې برخه وه او سږ کال به هم د همدغې لوبډلې برخه وي خو سږ کال به د یو نوي لوبډلمشر لاندې لوبه وکړې ځکه چې د دوی پخوانی کیپتان شریاس ائیر ټپې شوی دی او له راتلونکي پړاو څخه بهر شوی دی.

سږ کال به د ډهلي کپټلز لوبډلې کیپتان د شریاس ائیر په نشتون کې ریشاب پانټ وي. خو په ورته مهال وېسټ انډېزي لوبغاړي هټمیر د پانټ تر کیپتانۍ لاندې لوبېدل یوه ښه ننګونه بللې ده او ویلي یې دي، چې د پانټ تر کیپتانۍ لاندې لوبه کول به یوه ښه ننګونه وي.

نوموړي وویل: ((په ورته وخت کې مونږ خوشاله او خپه دواړه یو. ځکه چې شریاس ائیر سږ کال له مونږ سره نشته او زه بیا خوشاله دې ته یم چې پانټ سږ کال زمونږ مشر (کیپتان) دی. د هغه تر کیپتانۍ لاندې لوبه کول دا یوه ښه ننګونه ده او دا د هغه لپاره هم یوه ښه ننګونه ده او زه فکر کوم چې دا د نوموړي لپاره د ځان ثابتولو يوه ښه موقعې ده.))

هېره دې نه وې، چې تیر کال نوموړي د ډهلي کپټلز (ډي سي) لپاره ۱۲ سیالۍ ترسره کړې، چې په ۱۲ لوبو کې یې ۱۸۵ منډې وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې