نړیوال کریکټ

شاهد خان افریدی : د جنوبي افریقا پر دي پرېکړه دي د سره غوره وشي

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور پخواني لوبغاړي شاهد خان افریدي د جنوبي افریقا دا پرېکړه وننګوله کومه چې افریقا درې ورځي وړاندې وکړه،


افریدي ویلي، دا جنوبي افریقا څه ډول یوه پرېکړه وکړه د نړیوالو لوبو څخه یې لیګ بهتره وګنه او خپلو لوبغاړو ته یې د سیریز په منځ کې هندي لیګ ته د تلو اجازه ورکړه، زه پر دي پرېکړه سخت خفه شوم، په دي اړه دي له سره غوره وشي،


د پاکستان یو شمیر نورو لوبغاړو هم دا ډول پرېکړه د تعجب وړ بللی وه چې څنګه د رسمي سیالیو څخه شخصي لیګونه افریقا ته غوره دي،


دا نندرې وروسته له هغې راپورته کیږي کله چې جنوبي افریقا کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو کوینټن ډي کاک، اینریچ نارټ جي، کریس موریس، کاګیسو رباډا، او ډیویډ میلر، ته اجازه ورکړه ترڅو د هندوستان په آی پي ایل لیګ د خپلو لوبډلو په ګټه ولوبیږي، یاده دي وي چې پاکستان لوبډلې د همدي فرصت په ګټې اخیستو سره افریقا لوبډله په خپل کور کې د دوه سیالیو او سیریز څخه بي برخې کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې