لیګونه

سمراتي ماندهنا:د ای پي ایل د ښځو لیګ دې هم په لاره واچول شي

د هندوستان کرکټ ښځینه ملي لوبډلې ستوري لوبغاړې سمراتي ماندهنا وایي،اوس یې مناسب وخت دی،ترڅو ای پي ایل په څیر د ښځو لیګ هم په لاره واچول شي.

د هغې په وینا،که چیرې د ښځو کرکټ لوبډلو لیګ پیل شي،د هغه څخه به هم داسې پیاوړي لوبډلې راووځي،لکه د سړیو لیګ کې چې دي.

هند ښځینه کرکټ لوبغاړې اوسمهال د ښځو چیلینج کپ سیالیو کې چې د ای پي ایل پر مهال کې وي،برخه لري.یاد لیګ کې له درې لوبډلو تشکیل دی چې پخپله سمراتي ماندهنا د ټرېلبلیزرز لوبډلې مشري په غاړه لري.

هغې وویل:” د تیرو درې کالونو راهیسې مونږ د کرکټ په ډګر کې ډیرې ښې ځلیږو.که چیرې تاسو په رښتیا غواړی چې په هندوستان کې د ښځو یوه پیاوړي لوبډله ولرئ.نو اوس یې مناسب وخت دی چې د ښځو لیګ په شروع کیدو کار پیل شي.”

سمراتي ماندهنا وویل،د هندوستان د ښځینه کرکټ لوبډلې لوبغاړو عمر په اوسط ډول د ۲۳ او ۲۴ کالونو ترمنځ دی او زیاتره یې ځوانې لوبغاړې دي.دوی د یوې ښه کرکټ کولو وړتیا لري.

سمراتي زیاتوي،که چیرې انتخاب ورکړل شي چې د کومې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې؟

هغې یې په ځواب کې وویل،چې ممبۍ انډیانز لوبډله یې د خوښې لوبډله ده او بله دا چې هغه د مهراشترا ایالت سره تعلق لري،ځکه خو یې د خوښې لوبډله ممبۍ انډیانز ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې