
نړیوال کریکټ
د کرکټ د نړۍ اوسنی کلاس کرکټر هم پرکرونا ویروس هم اخته شو
د نیوزیلینډ د کرکټ د ملي لوبډلې اوسنی کلاس او بهترینه توپ وهونکی ډېون کانوای پر کرونا ویروس اخته شوی نوموړی د اوس وخت ترټول غوره لوبغاړی دی چې د نیوزیلینډ لپاره په لوبډله کې لوبیږي،
ډېون په خپل راتګ سره د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې د میډل ارډر برخه بیخي پياوړه کړه چې له همدي امله نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې خورا لوړ پرمختګ وکړ،
د راپورونو پراساس ممکن ډېون کانوای د انګلستان پروړاندې په راتلونکو سیالیو کې ونه لوبیږي،
د نیوزیلینډ د کرکټ بورډ اجراییه رییس هم د ډېون کانوای د کرونا ټيسټ تایدوي او وایي چې ممکن هغه په راتلونکې سیریز کې د نیوزیلینډ په ګټه ونه لوبیږي یاده دې وي چې ډېون کانوای په اصل د افریقا هیواد اوسیدونکی دی او کورنی کرکټ یې هم د افریقا لپاره کړی خو اوس مهال د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې لپاره نړیوال کرکټ ترسره کوي.