دلوبغاړو په اړهلیګونه

د هندي پخواني کرکټر او اوسني مبصر لخوا د حیدر ایاد غوره ۱۱ کسیزه لوبډله، ایا نبي او راشد دواړه لوبېدای شي؟

د هندۍ لوبډلې پخواني کریکټر اوسني مبصر «اکاش چوپړا» د راتلونکي سیالیو دپاره د حیدراباد لوبډلې غوره یولس کسیز نوملړ اعلان کړی دی.

سن رایزرز حیدراباد لوبډلې تېر کال هم غوره سیالۍ ترسره کړې چې څلور غوره لوبډلو کې پلې اف پړاو ته بریالۍ شوه.

دغې لوبډلې چې تېر کال استرالوی الراونډر میچل مارش د ټپونه له امله د لاسه ورکړ د ویسټ انډیزي الراونډر «جیسن هولډر» سره یې قراراداد وکړ، میچل مارش یوځل بیا د روان فصل څخه د شخصي دلایلو له امله استراعت وغوښت چې پرځای به یې انګلستانی اوپنر «جیسن روی» د یادې لوبډلې سره مل شي.

تېر ته په کتو چې جوني بریسټو او ډیویډ وارنر ښه اوپنینګ ملګرتیا ترسره کړې اکاش چوپړه دواړه اوپنر په خپله لوبډله کې سلیکیټ یا انتخاب کړي دي، په لوبډله کې په کین ویلیمسن، محمدنبي او راشدخان هم تبصرې لیکل شوي دي.

اکاش چوپړا زیاتوي چې حیدراباد لوبډله لومړۍ لوبې د ډهلي او چینای په لوبغالي ترسره کوي، چېرته چې سپېن یا ورو توپ اچونکي ښه ځلیږي، اکاش چوپړا زیاتوي چې که زما انتخاب وي نو بهرنیو لوبغاړو کې به ډیویډ وارنر، جوني بریسټو،،راشدخان او محمدنبي واخلم.

باید ووایو چې حیدراباد لوبډلې تېره ورځ خپلمنځي تمریناتي لوبه ترسره کړه چې پکې محمدنبي ۴۸ منډې او یوه ویکټ ترلاسه کړه، ترڅنګ یې مجیب الرحمان د ۱۷ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځول.
حیدراباد به لومړۍ رسمي لوبه د اپریل ۱۱ مه نېټه کلکته نایټ رایډرز خلاف ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې