دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ای سي سي لخوا د مارچ میاشتنۍ جایزې ته لوبغاړي کاندیدان شوي دي.

کرکټ نړیوالې شورا چې وړاندې به یې د کال غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند لوبغاړي اعلانول خو اوس یې د کال ترڅنګ هره میاشت اعلانوي.

د ۲۰۲۱ کال د تیرې مارچ میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته درې ښځینه او درې نارینه لوبغاړي غوره شوي دي.

د نارینوو لوبډلې څخه د افغانستان څخه راشدخان د هندوستان څخه بونيشور کمار او زمبابوې څخه سین ویلیمز نومول شوي دي.

د ښځينوو برخه کې راجیشوي ګیاکواډ (انډیا)،لیزلي لي (سوت افریقا) او پونم راوت (انډیا) څخه د میاشتې غوره لوبغاړې جایزې نوماندې شوي دي.

راشدخان په تیرې مارچ میاشت کې د زمبابوې خلاف په دوهمه ټيسټ لوبه کې ټولټال یوولس ویکټې اخیستي وې او ورپسې درې شل اوریزو لوبو سيریز کې يې شپږ ویکټې اخیستي وې.

په همدې اساس نوموړی د کارکردګۍ په اساس د مارچ میاشتې غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند شوی دی.

بونيشور کمار بیا د انګلستان خلاف یو ورځنیو لوبو سیریز کې شپږ ویکټې ترلاسه کړي وې او په شل اوریزو لوبو کې یې څلور ویکټې اخیستي وې.

سین ویلیمز بیا د افغانستان خلاف په دوو ټيسټ لوبو کې زبردسته لوبه ترسره کړي وه او ټولټال یې ۲۶۴ منډې جوړې کړي وې همداشان دوه ویکټې یې هم اخیستي وې په شل اوریزو لوبو کې یې ۴۵ منډې جوړې کړي وې.

نوماند شوي لوبغاړي به په انلاین بڼه ووټونه ترلاسه کوي او وروسته به ګټوونکی لوبغاړی اعلانیږي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې